خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): په دويمه ټېسټ لوبه کې اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې د نيوزيلېنډ پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په دويمه ورځ يې ٤٦٧ منډې وکړې او پاڼۍ يې پاى ته ورسېده.
د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په ميلبورن کې دويمه ټېسټ لوبه روانه ده، چې نن يې دويمه ورځ هم پاى ته ورسېده. اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٤٦٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټريوس هيډ ١١٤، سټيو سميت ٨٥، لوبډلمشر ټيم پيني ٧٩، مارنوس لابوشاني ٦٣ او ډيويډ وارنر ٤١ مندې وکړې.
د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر ٤، ټيم ساوټي ٣، کولين دي ګرېنډهوم ٢ او ټرينټ بولټ ١ ويکټ ترلاسه کړه.
په دويمه ورځ د اسټراليا پاڼۍ پاى ته رسېدلو وروسته نيوزيلېنډ هم توپوهنې ته راووت، چې د دويمې ورځې تر پاى پورې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٤٤ منډې وکړې. د دوى له لوري ټام بلنډېل په ١٥ او لوبډلمشر کين ويليمسن په ٩ منډو وسوځېدل، همدا راز ټام لاتم په ٩ او راس ټېلر په ٢ منډو ناسوځېدلي دي چې سبا به بيا لوبه پيل کړي.
د اسټراليا له لوري پاټ کومنز او جېمز پټېنسن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.