کورپاڼه / خپلواک / وسيم اکرم: خبرې لويې لويې کېږي، خو عمل کې هېڅ نشته
وسيم اکرم

وسيم اکرم: خبرې لويې لويې کېږي، خو عمل کې هېڅ نشته

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي وسيم اکرم يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې پر پاکستان کرکټ بورډ نيوکې کوي.

له دغه ويډيو څخه ښکاره کېږي، چې په پټه جوړه شوې ده او وسيم اکرم پکې له يو کس سره خبرې کوي. هغه په خپلو خبرو کې وايي، تراوسه پورې په لوبډله کې پخوانۍ طريقې کارول کېږي، خبرې خو لويې لويې کېږي، خو په عمل کې هېڅ نشته او پرفارمنس هم صفر دى.

په دغه ويډيو کې هغه دا دعوه هم کوي، چې هغه د پخوانيو طريقو نه د ځان ويستلو لپاره حل هم پېدا کړى دى. له هغه سره په ويډيو کې ولاړ کس ترې پوښتنه کوي، چې کوم حل يې پېدا کړى دى، خو وسيم اکرم ورته وايي، چې صبر وکړه، هر څه درته اوس څنګه ووايم.

د دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو له خپرېدو وروسته ځينې خلک د وسيم اکرم ملاتړ کوي او ځينې پرې بيا نيوکې کوي، خو په دې لړ کې د پاکستان يو بل پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر هم د وسيم اکرم ملاتړ کړى دى او په خپل ټويټر يې ليکلي دي، چې موږ ته بدلون پکار دى.


د يادولو ده چې تر نړيوال جام وروسته د پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد له لوبډلمشرۍ ليرې کړ، چې له هغه وروسته پاکستان له اسټراليا څخه په ټېسټ سياليو کې وايټ واش ماته وخوړه، په شل اوريزې لوبلړۍ کې يې ماته وخوړه، له سريلانکا يې په شل اوريزې لوبلړۍ کې ماته وخوړه، خو تازه يې له سريلانکا سره د دوه ټېسټ سياليو کې يوه لوبه وګټله او له دې سره يې لوبلړۍ هم خپله کړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …