کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان په څلورم ټولګي کې له ښوونځي شړل شوى و
سلمان خان

سلمان خان په څلورم ټولګي کې له ښوونځي شړل شوى و

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نامتو ستورى سلمان خان چې کله د ښوونځي په څلورم ټولګي کې و، نو د ښوونځي مسوولينو له ښوونځي شړلى و.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هندي سينما نامتو فلمي ستوري سلمان خان د تارا شرما په خپرونه کې په خپلو خبرو کې وويل، هغه چې کله د ښوونځي په څلورم ټولګي کې و، نو له ښوونځي ويستل شوى و.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې هغه ته تراوسه دا نه ده معلومه چې هغه نه به کومه داسې تېروتنه شوې وه، چې له ښوونځي ويستل شوى و. سلمان خان وويل چې د يو ښوونځي نه د ويستل کېدو وروسته هغه بل ښوونځي کې داخل کړاى شو، چې وروسته بيا د هماغه ښوونځي مسوولينو ترې غوښتنه وکړه چې بېرته د دوى ښوونځي ته راشه.

د يادولو ده چې سلمان خان د هندي سينما يو نامتو ستورى دى، ويل کېږي هغه چې په هر فلم کې وي، فلم يوازې د هغه په نوم هم بريالى کېږي. تازه د سلمان خان نوى فلم (دبنګ ٣) نندارې ته وړاندې شوى دى، چې يوازې په هند کې يې تر دې مهاله پورې ١١٩٠ ميليونه هندي کلدارې ګټلي دي.

همدا راز که د نړۍ په کچه د سلمان خان د (دبنګ ٣) فلم خبره وشي، نو بيا دغه فلم ١٦٩٠ ميليونه هندي کلدارې ګټلي دي، خو ويل کېږي چې ښايي دا فلم نور هم مخکې لاړ شي، ځکه چې د فلم کتونکي ورځ تر بلې ډېرېږي.

په دغه فلم کې چې سلمان خان ليکلى دى او مرکزي رول يې هم پکې لوبولى دى، له هغه سره سوناکشي سنها او سايي منجرېکر هم کار کړى دى، همدا راز د تيلګو فلمونو نامتو ستوري کچا سديپا هم پکې کار کړى دى، د دې فلم ډايريکټر يا لارښود پربوديوا دى چې د دسمبر په ٢٠مه نېټه نندارې ته وړاندې شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …