کورپاڼه / اسلام / د روژې مبارکې لومړۍ ورځ به کله وي، څو روژې به نیسو او اختر به کله وي؟

د روژې مبارکې لومړۍ ورځ به کله وي، څو روژې به نیسو او اختر به کله وي؟

د روژې میاشتې ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي او هر مسلمان د دې مبارکې میاشتې لپاره په په ډېر جوش او جذبه سره چمتوالی نیسي.

هسې خو د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ روژه د میاشتې راښکاره کېدو پورې تړاو لري او ښکاره ده چې دا شېبه د خپل ډول له مخې ډېره زړه پورې وي، چې ماشومان، بوډاګان او ځوانان ټول سپوږمۍ ته ګوري او بیا د سپوږمۍ په لیدو خوشاله کېږي.

خو د خلیج ټایمز د راپور له مخې، دا ځل ښايي د روژې میاشت ۳۰ ورځې وي. د ستورپوهانو محاسبې ښيي چې د روژې لومړۍ ورځ د ۲۰۲۲ کال د اپریل په دویمه نېټه ده.

په دې ډول به د کوچني اختر، چې د روژې مبارکې میاشت کې د عبادتونو په خوښۍ کې الله تعالی مسلمانانو ته ورکړې خوشحاله ده، د میې میاشتې په لومړۍ نېټه یې ډېر امکان ښودل شوی دی.

خو دا هر څه د نوې مباشتې تر لېدل کېدو په پورې تړلي دي، یعنې کله چې د روژې میاشتې میاشت ولېدل شي، نو روژه به وي.

دا هم ولولئ

د پېړیو پخوانۍ معما حل شوه؛ نړۍ د حضرت داود علیه السلام تر ماڼۍ ورسېده

شیعه رام لومړی د بیت المقدس او اوس د اسرایلو ښار دی، دا ښار له …