کورپاڼه / خپلواک / شيمرون هيټماير له اوږدې يارانې وروسته کوژده وکړه
شيمرون هيټماير

شيمرون هيټماير له اوږدې يارانې وروسته کوژده وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي شيمرون هيټماير لپاره ٢٠١٩ کال ډېر له خوښۍ ډک و، ځکه د ياد کال په پاى کې نه يوازې دا چې د هند تجارتي ليګ کې د ډيلي کاپيټالز لوبډلې له لوري په بولۍ کې په لوړه بيه واخيستل شو، بلکې د کرسمس پر ورځ يې له اوږدې يارانې وروسته له خپلې انډيوالې سره کوژده هم وکړه.

د معلوماتو تر مخه، ويسټ انډيزي توپوهونکي شيمرون هيټماير د کرسمس پر ورځ د عمراو نيرواني سره تر اوږدې يارانې وروسته کوژده وکړه، چې د هغې کوژدې په انسټاګرام باندې يو عکس هم خپور کړى دى.

شيمرون هيټماير چې د هند په سفر کې د ويسټ انډيزۍ لوبډلې برخه و، د هند لوبډلې پر وړاندې يې په درې شل اوريزو لوبو کې ٥٦، ٢٣ او ٤١ منډې وکړې، خو په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې يې په زړه پورې توپوهنه وکړه چې ١٣٩ منډې يې ترلاسه کړې.

 

View this post on Instagram

 

Baby Always willing to give back….#bhsgraduation

A post shared by Nirvani Umrao (@tequila_goddess_nu) on


له هغه وروسته چې د دسمبر په ١٩مه نېټه د هند په کلکته کې د هند تجارتي ليګ د راتلونکي پړاو لپاره بولي ترسره کېده، نو شيمرون هيټماير پکې د ډيلي کاپيټالز لوبډلې له لوري په ٧.٧٥ کروړه هندي کلدارو واخيستل شو، چې شاوخوا ١ ميليون او ٨٦ زره امريکايي ډالر کېږي.

له کوژدې وروسته د شيمرون هيټماير ميينې او کوژدې په انسټاګرام وليکل، چې زما مينې د کرسمس په ورځ له ما پوښتنه وکړه، چې له ماسره واده کوې، او ما ورته وويل، چې هو، زه له تا سره مينه لرم.

 

View this post on Instagram

 

My love asked me to marry him on Christmas Day and I said yes!!! I love you baby

A post shared by Nirvani Umrao (@tequila_goddess_nu) on


ياده دې وي چې شيمرون هيټماير او د هغه کوژدې عمراو نيرواني هېڅ کله هم د خپلې يارانې په اړه له رسنيو يا خلکو څه پټ نه و ساتلي او د دواړو ترمنځ له ډېر وخت راهيسې د مينې اړيکې وې.

شيمرون هيټماير چې د ټاپ ارډر توپوهونکى دى، د ويسټ انډيزۍ لوبډلې لپاره يې ١٦ ټېسټ، ٤٣ يو ورځنۍ او ٢٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي. هغه په ټېسټ سياليو کې د ٢٧.٩٣ په اوسط ٨٣٨ منډې ترلاسه کړي، په يو ورځنيو لوبو کې يې د ٣٨.٢٧ په اوسط ١٤١٦ منډې کړي او په شل اوريزو لوبو کې يې د ١٦.٤١ په اوسط او د ١٢٥.١١ په سټرايک رېټ سره ٢٧٩ منډې کړي دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …