کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ((ښایي د اسټرالیا پر وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې کارکردګي اغېزمنه وي))

((ښایي د اسټرالیا پر وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې کارکردګي اغېزمنه وي))

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی مشر روزونکی مصباح الحق وايي، د پي ایس ایل له پایلوبې نه پس به پاکستاني لوبډله ډېر کم وخت ولري، چې دا چاره به د اسټرالیا خلاف د پاکستاني لوبغاړو په کارکردګۍ اغیز وکړي.

دغه پخواني مشر د پي ایس ایل سیالیو په اړه د تبصرې پر مهال ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) له پایلوبې وروسته به پاکستانۍ لوبډله ډېر لږ ولري، چې د اسټرالیا خلاف په کور دننه لوبلړۍ ترسره کړي.

هغه وایي، چې د وخت نشتوالی به د پاکستاني لوبغاړو په کارکردګۍ اغیزه وکړي، ځکه چې د شل اوریزه فارمیټ کې لوبیدلو لوبغاړو ته د اوږد مهاله کرکټ سره د برابرېدو لپاره وخت ته اړتیا ده.

مصباح وایي، شاهین افریدي، بابر اعظم، محمد رضوان، شان مسعود او نورو لوبغاړو په ټیسټ سکواډ کې له لنډ مهاله څخه اوږد مهاله کرکټ ته برابرېدل په ذهني توګه ستونزې پیدا کولی شي، چې دا به د لوبډلې په کارکردګۍ منفي اغیز وکړي.

مصباح د اسټرالیا خلاف پخپل کوربتوب د لوبلړۍ په اړه دا هم وایي، مونږ باید لومړی د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ لوبولې وای یا د پي ایس ایل وروسته مو د وقفې په اړه فکر کړی وای.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …