خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): افغان ورو توپ اچونکى چې په بيګ باش ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، نن يې هم اقتصادي توپ اچونه وکړه چې د هغه لوبډلې په بيګ باش کې بله بريا په خپل نوم کړه.
د بيګ باش په نننۍ لوبه کې د اډلايډ سټرايکرز او ميلبورن سټارز لوبډلې سره مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې د لوبې پچه ميلبورن سټارز لوبډلې وګټله او لومړى يې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
اډلايډ سټرايکرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوناتن ويلس ٦٨ ناسوځېدلې، لوبډلمشر الېکس کېري ٤٥ او جېک ويدرالډ ٢١ منډې وکړې، همدا راز راشد خان هم ٢ توپونو ته مخ شو چې ٦ ناسوځېدلې منډې يې ترلاسه کړې.
د ميلبورن سټارز له لوري ډينيل اورال، ډيل سټين، اډم زامپا او سنديپ لاميچاني ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٧٥ منډو د هدف په تعقيب کې د ميلبورن سټارز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٩ منډې وکړې چې په ٥ منډو يې له اډلايډ سټرايکرز لوبډلې څخه ماته وخوړه. د دوى له لوري لوبډلمشر ګلين ميکسويل ٤٣، پيټر هېنډزکومب ٣٤، مارکوس سټوينيس ٣٣ او ناتن کولټر نيل ٢٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د اډلايډ سټرايکرز له لوري پيټر سيډل ٣، کېمرون ويلينټ، ويس اګر او راشد خان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه. راشد خان په ٤ اورونو کې يوازې ٢٣ منډې ورکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوناتن ويلس ترلاسه کړه، چې د ٦٨ منډو ناسوځېدلې او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړې وه.
د يادولو ده چې د لوبډلو په کتار کې اډلايډ سټرايکرز لوبډله دويم مقام ته لاړه، ځکه په درې لوبو کې يې دوه لوبو کې بريا خپله کړه او يوه لوبه يې بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه چې د ٥ نومرو سره په دويم مقام دى. همدا راز په لومړي مقام د سډني تهنډر لوبډله ده چې هغه هم ٥ نومرې لري.