خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې نن په لومړۍ لوبه کې د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې د ډهاکه پلاټون لوبډلې ته د ٦ ويکټو په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د بنګله دېش تجارتي ليګ په ٢١مه لوبه کې نن د ډهاکه پلاټون او چټاګرام چېلنجرز لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د ډهاکه پلاټون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ډهاکه پلاټون لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې مومن الحق ٣٢، وهاب رياض ٢٣، تميم اقبال ٢١، مشرفي مرتضى ١٧ ناسوځېدلې او انام الحق ١٤ منډې وکړې.
د چټاګرام چېلنجرز له لوري مختار علي او ريان برل ٢-٢، نسيم احمد او ليام پلنکيټ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٢٥ منډو هدف د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې په اسانۍ سره په ١٨.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٦ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له ډلې امرال کايس ٥٤ ناسوځېدلې، چډويک والټن ٢٥، لينډل سيمونز ١٥ او ريان برل ١٣ منډې وکړې.
د ډهاکه پلاټون له لوري وهاب رياض ٢، مشرفي مرتضى او مهدي حسن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه امرال کايس ترلاسه کړه چې خپله لوبډله يې نن بريالۍ کړه.
د يادولو ده چې نن به دويمه لوبه د کهلنا ټايګرز او رنګپور رېنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، په کهلنا ټايګرز لوبډله کې رحمان الله ګربز او په رنګپور رېنجرز لوبډله کې محمد نبي او محمد شهزاد لوبېږي. محمد نبي مخکې د يادې لوبډلې لوبډلمشر هم و، چې د ٤ پرلپسې ماتو خوړلو وروسته هغه له لوبډلمشرۍ ليرې کړاى شو.