کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / که غواړئ لیپ ټاپ مو تر ډېره چارج وکړي نو له دې لارو چارو کار واخلئ

که غواړئ لیپ ټاپ مو تر ډېره چارج وکړي نو له دې لارو چارو کار واخلئ

که په لیپ ټاپ کې کوم اړین کار کوئ او په ورته وخت کې یې بیټرۍ کار پرېږدي، خو چارجر هم درسره نشته یا برق ته لاسرسی نلرئ، نو ښایي له زیاتو ستونزو لامل شي.

د بیټرۍ د لږ چارج له امله ښایي د یو څه وخت لپاره انټرنیټ وکاروئ، خو که په دفتر کې کار کوئ یا داسې اپلیکیشن کاروئ چې د پام وړ پروسس کولو ځواک ته اړتیا لري، نو د لیپ ټاپ بیټرۍ به تر ډېره درته کار ونه کړي.

دا چې د لیپ ټاپ بیټري ولې ژر ختمېږي، ډېر لاملونه لري خو که (وینډوز ۱۱) کاروئ نو د مایکروسافټ په اپریټینګ سیستم کې داسې ډېر تنظیمات شته، چې په مرسته یې د کمپیوټر بیټري تر ډېره کارولی شئ.

د اپلیکیشنونو شالید د تازه کولو مخه ونیسئ: تنظیماتو ته لاړ شئ، هلته د سیستم اپشن پیدا کړئ او په هغې کې (پاور اینډ بیټري) پر کلیک وکړئ او هلته د (ټرن ان) اپشن کې پر بیټري سیویر یو سلن انتخاب کړئ.

 

د سکرین لپاره د تازه کولو کچه کمه کړئ: تنظیماتو ته لاړ شئ، هلته سیستم کې په ډیسپلې کلیک وکړئ او هلته د (ایډوانس ډیسپلې) اپشن ته لاړ شئ او د لږ تازه کېدو کچه انتخاب کړئ.

تیاره شالید یا بیک ګراونډ وکاروئ: که (وینډوز ۱۱) کاروئ او سیستم د (OLED) ډیسپلې لري، نو کولی شئ چې د تیاره شالید په کارولو سره بیټرۍ تر ډېره وکاروئ. د دې لپاره تنظیماتو ته لاړ شئ او هلته (پرسنلایز) باندې کلیک وکړئ او تیاره تیم وټاکئ.

دا هم ولولئ

د ناسا موټرګي د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم ترلاسه کړه

د ناسا موټرګي بالاخره د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم په بریالیتوب …