کورپاڼه / خپلواک / نجيب ځدراڼ وځلېده او د نبي له لوبډلې يې بريا خپله کړه
نجيب الله ځدراڼ

نجيب ځدراڼ وځلېده او د نبي له لوبډلې يې بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې نجيب ځدراڼ او محمد نبي هم ولوبېدل، چې نجيب  ځدراڼ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د محمد نبي له لوبډلې څخه يې بريا خپله کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په ٢٢مه لوبه کې د کهلنا ټايګرز او رنګپور رېنجرز لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه د رنګپور رېنجرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د کهلنا ټايګرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کهلنا ټايګرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر مشفيق الرحيم ٥٩، افغان توپوهونکي نجيب الله ځدراڼ په ٢٦ توپونو ٤١ منډې وکړې او نجمل حسېن شانتو ٣٠ منډې ترلاسه کړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري مستفيظ الرحمان ٣، ليوس ګريګوري ٢ او محمد نبي ١ ويکټ ترلاسه کړه. محمد نبي په ٤ اورونو کې تر ټولو کمې ١٦ منډې ورکړې.

د ١٨٣ منډو د هدف په تعقيب کې د رنګپور رېنجرز لوبډله ناکامه شوه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې ليوس ګريګوري ٣٤، مستفيظ الرحمان ٢١ ناسوځېدلې او محمد نايم ٢٠ منډې وکړې.

د کهلنا ټايګرز له لوري شاهد الاسلام په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز محمد عامر، روبي فريلينک او شفيع الاسلام ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

کهلنا ټايګرز د ٥٢ منډو په توپير د رنګپور رېنجرز لوبډلې ته ماته ورکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاهد الاسلام ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې په نننۍ لوبه کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لپاره شين واټسن هم ولوبېده، چې هغه د لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شو، خو ښه توپوهنه يې ونه کولاى شوه.

د يادولو ده چې د بنګله دېش تجارتي ليګ په لړ کې چټاګرام چېلنجرز لوبډله د ١٢ امتيازونو لرلو سره په سر کې او د رنګپور رېنجرز لوبډله د ٢ امتيازونو لرلو سره په پاى کې قرار لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …