د مینې ورځ یا ویلینټاین ډی باندې د هند په کیراله ایالت کې دوه نرښځیانو په خپل منځ کې واده وکړ او د دوی د واده مراسم د ځايي کلتور سره سم ترسره شو.
د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، په کیراله کې دوه نرښځیانو د خپلو خپلوانو او ملګرو په شتون کې واده وکړ. یو نرښځی چې د واده شاه زلمی و مانو نومېده او بل نرښځی چې ناوې وه، سیما نومېده.
مانو د تریسور د سیمې اوسېدونکې دی او د ټیکنو پارک په یو شرکت کې کار کوي، همدا راز د هغه ناوې سیما بیا د کیراله د نرښځیانو د حقونو په یوه اداره کې کار کوي.
د دواړو نرښځیانو د واده د کلتوري مراسمو وروسته دوی محکمې ته ځي، تر څو د نرښځیانو د قانون سره سم خپل واده راجستر کړي او د واده اسناد ترلاسه کړي.
د دوی په واده کې د دوی خپلوانو او ملګرو ګډون کړی و، دوی وویل چې د ژوند دومره مهمه پرېکړه یې د خپلوانو او دوستانو د ملاتړ نه پرته ممکنه نه وه او له دې امله دوی د خپلو خپلوانو او ملګرو څخه ډېره مننه کوي.