کورپاڼه / خپلواک / ګنګولي: اسيايي يوولس کسيزه لوبډله کې به د هند، بنګله دېش او افغانستان لوبغاړي لوبېږي
سارو ګنګولي

ګنګولي: اسيايي يوولس کسيزه لوبډله کې به د هند، بنګله دېش او افغانستان لوبغاړي لوبېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ دسمبر ٢٠١٩): د هند کرکټ بورډ (BCCI) مشر سارو ګنګولي ويلي دي، چې د ورلډ ايليون يا نړۍ يوولس کسيزې لوبډلې په وړاندې به په اسيايي يوولس کسيزه لوبډله کې د هند، بنګله دېش او افغانستان لوبغاړي لوبېږي، او پاکستانيانو ته په دغه لوبډله کې د لوبېدو اجازه نشته.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د ٢٠٢٠ کال په مارچ مياشت کې د دغه هېواد د ازادۍ اتل شېخ مجيب الرحمان سل کلنه کليزه په لويه کچه لمانځي، چې په دې لړ کې دوه شل اوريزې لوبې هم ترسره کېږي، چې د نړۍ يوولس کسيزې لوبډلې او اسيايي يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ به د بنګله دېش په ډهاکه کې ترسره شي.

د دغه سياليو لپاره د بنګله دېش کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا نه هم اجازه اخيستې ده او دواړه به نړيوالې لوبې وي، خو وروسته له هغه چې دا وويل شول، په اسيايي لوبډله کې به هېڅ پاکستانى نه لوبېږي، د پاکستان کرکټ بورډ او پاکستانيان سخت غصه شوي دي.

د پاکستانيانو او د پاکستان کرکټ بورډ تر نيوکو وروسته د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې په اسيايي لوبډله کې هېڅ پاکستاني ته ځاى نشته. هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې د نړۍ يوولس کسيزې لوبډلې پر وړاندې به په اسيايي لوبډله کې د هند، بنګله دېش او افغانستان لوبغاړي لوبېږي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش کرکټ بورډ پاکستان کې د ټېسټ سياليو ترسره کولو څخه هم انکار کړى دى او په خپله تازه ناسته کې يې ويلي دي، چې د شل اوريزو سياليو لپاره پاکستان ته د لوبډلې ورلېږل هم په شک کې دي. د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولين وايي، که لوبغاړو له دوى سره پاکستان ته تګ ومانه، نو دوى به لوبډله ولېږي، که نه وي نو بيا د بنګله دېشۍ لوبډلې پاکستان ته سفر ګران وي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …