کورپاڼه / جالب / د ویتنام هغه اوسیدونکی چې له دوو کیلو سرو زرو سره ګرځي

د ویتنام هغه اوسیدونکی چې له دوو کیلو سرو زرو سره ګرځي

د ویتنام یو نهه دیرش کلن شخص د سرو زرو د اچولو دومره شرسخت مینه وال دي، چې لوړ بیه هار، ګوتمۍ او لاس بندې اچوي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې ورځو کې په ویتنام کې د ټران ډیک لويي په نوم یو سړی نه یوازې د دوه کیلو ګرامو څخه ډیر د سرو زرو ګاڼو په اچولو بلکې د سرو زرو د موټر او موټرسایکل چلولو له امله هم شهرت لري.

د راپورونو له مخې، ټران یو سوداګر دی، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د جنوبي امریکا د ګران بیه څارویو په خرڅلاو خپل ژوند تېروي او د دې لپاره چې خوشحاله وي نو سره زر اچوي.

د راپورونو له مخې، دغه ۳۹ کلن شخص په دې باور دی چې سره زر په سوداګرۍ کې د ښه بخت نښه ده، نو د همدې لپاره هڅه کوي چې تر ډېره سره زر واچوي.

هغه وایي چې په لومړیو کې مې لږ سره زر اچول، چې وروسته مې بیا ډېر کړل خو د وزن ډېروالي احساس مې کاوه او بیا ورسره عادت شوم. دا شخص د سرو زرو موټر او موټرسایکلونه هم لري چې له همدې امله مشهور هم دی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …