کورپاڼه / خپلواک / آیا پوهېږئ چې د امیتاب بچن باډي څومره معاش اخلي؟

آیا پوهېږئ چې د امیتاب بچن باډي څومره معاش اخلي؟

د بالیووډ شهنشاه امیتاب بچن باډي ګارډ او د هندي پولیسو افسر جتیندر شینډي د قانون څخه د سرغړونې له امله له دندې د یو څه وخت لپاره ګوښه شو. نوموړي د ۲۰۲۱ کال اګست پورې د امیتاب بچن باډي ګارډ و.

د رسنیو راپورونو له مخې، د جتیندر شینډي په وړاندې د لوړ پوړو چارواکو لخوا اقدام شوی و، چې وروسته یې د تعلیق امرونه روښانه شول، چې پخپله جیتندر شینډي هم تایید کړي و.

خو له دې هر څه ور اخوا نوموړي تر څو کلونو پورې د امیتاب بچن باډي ګارډي هم کړې ده، چې له هغه یې په حیرانوونکې توګه معاش هم اخیسته، خو پوهېږئ چې د هغه معاش څومره و؟

مخې، د امیتاب بچن ساتونکي جتیندر شینډي کلنۍ عاید ۱.۵ کروړه هندي روپۍ لري، چې دا د هرې هندي کمپنۍ د اجراییه رییس له معاش څخه زیات دی.

د راپور له مخې، جتیندر شینډي له ډېرو کلونو راهیسې د امیتاب بچن د شخصي ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله، چې له همدې امله یې په بهرنیو سفرونو او بېلابېلو مراسمو کې له امیتاب سره لیدل کېده.

په یوه راپور کې دا هم ویل شوي چې امیتاب بچن پخپله له جیتندر شینډي غوښتنه کړې وه، چې د هغه باډي ګارډ دې شي.

دا هم ولولئ

ویرات کوهلي: زه له جنجال جوړولو سره لېوالتیا نلرم

د هند ټیسټ کرکټ پخواني لوبډلمشر ویرات کوهلي د سویلي افریقا پر وړاندې په ټیسټ …