د سچن ټنډولکر له ۱۰۰ نړیوالو سلیزو خو د کرکټ مینوال ټول خبر دي، خو په کرکټ کې یو داسې توپ وهونکی هم و، چې د ۱۹۹ فرسټ کلاس سلیزو په وهلو سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
دا لوبغاړی د انګلستان لوبډلې لوبغاړی جیک هابز دی، چې په ۸۳۴ فرسټ کلاس سیالیو کې د ۱۹۹ سلیزو او ۲۷۳ نیمه سلیزو په وهلو سره ۶۱۷۶۰ منډې لري.
د جیک هابز اصلي نو سر جوهان بیري هابز دی خو جیک هابز سره هم پېژندل کېږي، نوموړی په ۱۸۸۲ کال د انګلستان په کمبرج کې زېږېدلی او په ۱۹۶۳ کال یې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.
نوموړي په ښي لاس پیلیزه توپ وهنه او همدارنګه په ښي لاس نیمه چټکه توپ اچونه هم کوله، خو د کرکټ په تاریخ کې د فرسټ کلاس سیالیو د زیاتو سلیزو او زیاتو منډو جوړونکی غوره لوبغاړی ګڼل کېږي.
هابز د ۱۹۰۸ او ۱۹۳۰ کلونو ترمنځ د انګلستان لپاره ۶۱ ټیسټ لوبې هم ترسره کړي، چې د ۱۵ سلیزو او ۲۸ نیمه سلیزو پرمټ ۵۴۱۰ منډې لري.