کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا د نيوزيلېنډ لوبډله په ١٤٨ وسوځوله، ٤٥٦ منډې برتري يې ترلاسه کړه
اسټراليا لوبډله

اسټراليا د نيوزيلېنډ لوبډله په ١٤٨ وسوځوله، ٤٥٦ منډې برتري يې ترلاسه کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ دسمبر ٢٠١٩): د اسټراليا د ٤٦٧ منډو په ځواب کې د نيوزيلېنډ لوبډله په توپوهنه کې ناکامه شوه او په لومړۍ پاڼۍ کې يې يوازې ١٤٨ منډې وکړې، چې اسټراليا د دريمې ورځې تر پاى پورې ٤٥٦ منډې برتري پرې ترلاسه کړه.

د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په ميلبورن کې دويمه ټېسټ لوبه روانه ده، چې اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٦٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټريوس هيډ ١١٤، سټيو سميت ٨٥، لوبډلمشر ټيم پيني ٧٩ او مارنوس لابوشاني ٦٣ منډې وکړې.

خو په ځواب کې يې نيوزيلېنډ لوبډله په توپوهنه کې ناکامه شوه او يوازې ټام لاتم په دې وتوانېده چې ٥٠ منډې وکړي، نور لوبغاړي يې په توپوهنه کې ونه ځلېدل. د نيوزيلېنډ ټوله لوبډله په ١٤٨ منډو وسوځېدله، چې د اسټراليا له لوري پاټ کومنز ښه توپ اچونه ترسره او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، جېمز پېټينسن ٣ او مچل سټارک ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د اسټراليا توپوهونکي دويمې پاڼۍ توپوهنې ته راووتل، چې ډيويډ وارنر ٣٨، جو برنز ٣٥، مارنوس لابوشاني ١٩ او سټيو سميت ٧ منډې ترلاسه کړې، همدا راز ميتيو وېډ په ١٥ او ټريوس هيډ په ١٢ منډو ناسوځېدلي پاتې شو. اسټراليا د دريمې ورځې تر پاى پورې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې ترلاسه کړې چې په نيوزيلېنډ يې د ٤٥٦ منډو برتري واخيسته.

د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر ٢ او مچل سانتنر ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې سبا په څلورمه ورځ به هم د اسټراليا توپوهونکي توپوهنې ته راکوزېږي، چې اسټراليا به د نيوزيلېنډ لوبډلې ته هدف ټاکي او د نيوزيلېنډ لوبډله به د ياد هدف پوره کولو لپاره دويمه پاڼۍ توپوهنه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …