نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کې د مجیب الرحمن په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې وکړې او دوه ویکټې یې ترلاسه کړې، خو د لوبې اتلولي د کریم جنت اړوند لوبډلې خپله کړه.
د بنګله دېش پریمیر لیګ په پایلوبه د فورټون باریسال او کومیلا ویکټورینس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې کومیلا د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
کومیلا ویکټورینس لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې سنیل ناراین ۵۷ او معین علي ۳۸ زیاتې منډې وکړې.
د فورټون باریسال لوبډلې له خوا شفیق الاسلام او مجیب الرحمن ښه توپ اچونه وکړه، دواړو ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز شکیب الحسن، مهدي حسن رانا او ډوین براوو ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
فورټون باریسال لوبډلې د ۱۵۲ منډو هدف په تعقیب د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې او په یوازې یوه منډه یې لوبه وبایلله او کومیلا د بنګله دېش پریمیر د اتم پړاو سیالیو اتله شوه.
د دوی له خوا شیکت علي ۵۸ او کریس ګیل ۳۳ زیاتې منډې وکړې. د کومیلا ویکټورینس له خوا تنویر اسلام او سنیل ناراین ۲-۲، شاهد الاسلام او مستفیض الرحمن ۱-۱ ویکټ واخیسته.