کورپاڼه / خپلواک / راکیم کورن وال په کرکټ کې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ
راهکيم کورنوال

راکیم کورن وال په کرکټ کې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (۲ سپتمبر ۲۰۱۹): د ویسټ انډیز ۲۶ کلن کرکټ لوبغاړی راکیم کورن وال په خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه کې د هند پر وړاندې را ښکاره شو. یاده دې وي چې نوموړی د نړۍ تر ټولو زیات وزن لرونکی لوبغاړی شمېرل کېږي.

ویسټ انډیزي لوبغاړي راکیم کورن وال د هند په وړاندې په خپله لومړنۍ لوبه کې ریکارډ جوړ کړو. نوموړی دا مهال ۶ فوټه او ۶ انچه قد او ۱۴۰ کیلو وزن په لرلو سره د ۲۶ کاله عمر درلودونکی دی.

ویل کېږي چې چیتشور پجارا په اوټ کولو یې لومړنۍ ټیسټ ویکټ هم واخیسته او همداراز لوکیش راهول او د اګروال کیچونه یې هم ونیول.

د راکیم کورن وال څخه مخکې یو اسټرالیایي لوبغاړي واروک آر مسټرانګ هم د ۱۳۳ څخه تر ۱۳۹ کیلو پورې وزن درلود.تر ټولو زيات وزن لرونکی کرکټر

ویل کېږي چې راکیم کورن وال د ویسټ انډیز کرکټ بورډ لخوا یوازې ټیسټ لوبو ته وقف شوی دی.

نوموړي په ۵۵ فرسټ کلاس لوبو کې تر دا مهاله ۲۲۲۴ منډې جوړې کړي او ۲۶۰ ویکټې يې هم په ځان پسې ثبت کړي دي. همدارنګه په ۴۸ لېسټ اې لوبو کې ۱۲۴۰ منډې او ۵۶ ویکټې هم اخيستي دي، بل خوا په ۳۱ شل اوريزو لوبو کې ۳۴۰ منډې او ۲۱ ویکټې هم له ځان سره لري.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …