کورپاڼه / ليکنې / څنګه کولای شو، چې خپلو لویو موخو ته ځان ورسوو او ښه راتلونکی ولرو؟
عبدالباسط کړوخیل

څنګه کولای شو، چې خپلو لویو موخو ته ځان ورسوو او ښه راتلونکی ولرو؟

موږ ټول غواړو بریالی او آسوده ژوند ولرو؛ خو دا غوښتنه مو فقط له خولې وي. که څوک له موږ څخه د لويې ارزو پوښتنه وکړي، شاید ووایو، چې غواړو بریالی ژوند ولرو. خو دا خبرې فقط خبرې وي او په عمل کې هېڅ وي. نو په دې توګه لومړنی درس دا دی، چې هر څه باید له زړه وغواړو.

خپلو موخو او آرزوګانو ته ژمن پاتې کېدل بله مهمه موضوع ده. که هره موخه لرئ، ورته ژمن پاتې شئ. مسلسل سخته خواري وکړئ او د خپل زیار مریدان شئ. که همداسې وکړئ نو یقینا چې خپلو موخو ته رسېږئ.

یوازې هیله مه لرئ؛ بلکې د لاسته راوړلو لپاره یې سخت کار هم وکړئ. پرته له کوښښ څخه هیله همداسې هیله پاتې کېږي او لاسته راوړل يې نا ممکن کېږي.

تاسو چې خپل شاوخوا ته کوم بريالي کسان وينئ، هغوی هم ستاسو په څېر انسانان دي؛ خو توپير مو دومره دی، چې هغوی بریالي او تاسو افسوس کوونکي یئ. افسوس مکوئ! يوازې ځينې کوچني عادتونه خپل کړئ، ترڅو يوه ورځ د هغوی په څېر تاسو هم بریالي او کاميابه کسان اوسئ.

که غواړئ پخپل ژوند کې ژر مثبت بدلون حس کړئ او د بریا تر لوړو پوړیو ورسېږئ؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ:

١: تر ټولو لومړی په خدای (ج) توکل، باور او دهغه ارادې او رضا ته تسليمېدل دي.

ورپسې پوهه او وړتیا: انسان هغه وخت ځواکمن کېدای شي چې پوهه ولري خو داسې هم نشي کېدای چې پوهه ولرو نو پیاوړي دې هم ؤ.

 ٢:سهار وخته پاڅېږئ

تل په یاد ولرئ، چې بریالي کسان سهار وخته پاڅېږي. په سهار کې وخته پاڅېدل له تاسو سره مرسته کوي، چې د ورځې د پیل او ښه تېرولو لپاره پوره انرژي ترلاسه کړئ. د سهار وخت په هر لحاظ عالي وي. ستاسو پر ژوند، کارونو او زده کړو ډېر ښه اغېز کوي.

٣: په ځان باور مو پياوړی کړی

چې څنګه ياست ځان هماغسې قبول کړئ، خپلو وړتياو او مهارتونو ته پياوړتيا او پراختيا ورکړئ، دا هم و منئ چې خدای پاک انسانان له مختلفو څهرو او وړتياو سره پيدا کړي، د دې لپاره چې محبوبيت ولرئ اخلاقيات او پوهه مو زيات او پياوړي کړئ، هڅه مه کوئ چې په هرڅه پوی شئ يوازې خپله علاقه و پېژنئ او په څه مو چې سر خلاصيږي هماغه کار پيل کړی، ډاډه اوسئ او له وارخطايي ځان وساتئ.

٤: اړيکې وپالئ

اړیکې هغه ګلان دي چې شتون او خوشبو یې  ستاسو ژوند ښایسته کوي. همدا اړیکې دي چې په سخته کې مو پکار راځي. که دې ګلانو ته پاملرنه ونه کړئ، کرار-کرار به مړاوې شي او بلاخره به یې له ښایست، ښکلا او خوشبو څخه محروم شئ. ښه خبره دا ده چې که څومره هم بریالي شئ، اړیکې مه غوڅوئ. هغه که د ملګرتیا اړیکې دي او که د خپلوئ، تل یې پالئ. سخته کې مو همدا ملګري، کورنۍ او خپلوان پکارېږي. یوې خبرې ته مو فکر وي چې د مطلب له اړیکو او مطلبي ملګرو سره مه پالئ، مطلبي ملګري په دې نه ارزي چې یوه ثانیه هم ورسره ضایع کړئ.

٥:همدا اوس له ځان سره فکر وکړئ، آيا تاسو هيلې لرئ؟ هيلې مو څه دي؟

که هره هيله لرئ، تاسو وته ژمن پاتې شئ او په ترلاسه کولو کې يې هېڅ درېغ مه کوئ. د جملې په بله برخه کې د ډېرې خوښۍ مسئله ده. پر له پسې خوښي له انسانه خپل رب هېروي او په دې توګه له اروايي مړينې سره مخ کېږي. په لنډ ډول ويلای شو، په هر ډول حالاتو کې خپل رب مه هېروئ. که خوښ يئ يا خفه خپل رب ته رجوع کوئ.

٦:کاري لومړیتوبونه وپېژنئ

که تاسو هممهاله د څو کارونو په ترسره کولو مجبور یئ؛ نو باید خپل کاري لومړیتوب وپېژنئ. خپل کارونه په ډېر مهم، مهم، عادي او غیر ضروري ډلګیو ووېشئ. پدې توګه به ستاسو په کارونو کې ښه والی راشي او هر کار به مو په سم وخت کې ترسره کړی وي.

٧:زیاتره کسان چې د سبا په تمه وو، نن ورځ د تېر ژوند پسې ارمان کوي.

یوه خبره یاد لرئ چې نن ورځ د تېرې ورځې سبا دی. که ویلي مو وي چې سبا یې پیلوم، نو نن یې ورځ ده، پيل یې کړئ؛ ګنې راتلونکي کې به پښېمانه یاست او ټول ژوند به مو په کاش ویلو تېر شي؛ او وایئ به چې کاش داسې مې کړي وای، کاش وخت مې نه وای ضایع کړی، کاش…

نن یې ورځ ده، دومره وخت مو چې تر ننه ضایع کړی څه ګټه یې درته رسولې ده؟ که اوس هم د سبا په تمه ناست یاست، هسې وخت ضایع کوئ او هېڅ به هم ترلاسه نه کړئ. پاڅېږئ، مټې بډ وهئ او له همدې شېبې مو ځان سره هوډ وکړئ چې نور به په بې مانا کارونو وخت نه ضایع کوئ او موخو ته به مو ځان رسوئ.

٨:حتما مطالعه وکړئ

مطالعه خپل همېشنی مصروفیت وګرځوئ. مهمه نده چې تاسو دې ډېره مطالعه وکړئ؛ خو دا مهمه ده چې هره ورځ مطالعه وکړئ. لوستل ستاسو فکري وړتیا او نړۍ لید پراخوي او پدې توګه ډېر ژر د کامیابۍ پر لور تللای شئ.

تېر هېر کړئ او راتلونکی مو جوړ کړئ! تاسو باید پوه شئ چې خپله ماضي نه شئ بدلولای مګر راتلونکی تقریبا ستاسو لاس کې دی. ښه راتلونکی حتمي دی خو که تاسو نن خپله هڅه پيل کړئ او موخې مو تعقیب کړئ. زموږ موخه دا ده، چې د ماضي په بند کې مه پاتې کېږئ. خو له خپلو ماتو او خطاوو څخه اخیستی درس مو هېڅکله مه هېروئ. ماضي ته د یوه استاد په شکل وګورئ خو افسوس مه کوئ. ماضي خوب وګڼئ خو تعبیر یې سم وکړئ.

لیکوال : عبدالباسط کړوخېل

دا هم ولولئ

ناکامي یا پاتې راتلل هم حیرانوونکې ګټې لري

هسې خو د ناکامۍ بنسټیزه ګټه داده چې تجربه راته کېږي او د بل ځل …