کورپاڼه / بېلا بېل / د ژوند له ملګري یا محبوب ترڅنګ خوب کول ګټور وي؟

د ژوند له ملګري یا محبوب ترڅنګ خوب کول ګټور وي؟

د هغه چا په څنګ کې وېده کېدل، چې تاسو ورسره مینه لرئ، په روغتیایي لحاظ څومره ګټور وي؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې د ځوابولو په موخه یې د کیلیفورنیا پوهنتون څېړنه کړې او په زړه پورې پایلې یې ترلاسه کړي دي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د دغه پوهنتون یوه کارپوه ټیم ګری او د هغه ټیم، په سلګونو کسانو له څیړنو وروسته موندلې چې د خپل محبوب په څنګ کې ویده کیدل نه یوازې دا چې خوب ژر راولي بلکې د خوب کیفیت هم څو چنده ښه کوی.

ټیم ګری وایي، کله چې تاسو د هغه چا په څنګ کې خوب کوئ، چې تاسو ورسره مینه لرئ، نو ستاسو ذهن به آرام وي او د امنیت او محرمیت احساس به کوئ.

د خپل محبوب تر څنګ خوب کول په بدن کې د اکسیټوسین، سیروټونین، واسوپریسین، پرولیکټین او نور هورمونونو افرازول زیاتوي، چې په پایله کې خوب آراموي او د عمومي روغتیا په ښه کولو کې هم خورا ګټور وي.

یوازې دا نه بلکې دا په هغه خلکو کې، چې د زړه ناروغي لري، هم خطر کموي او د ژور خپګان او ذهني فشار په څیر ناروغیو څخه یې خوندي ساتي.

دا هم ولولئ

د هوټل کوټه

ولې د هوټل په کوټو یا خونو کې خلکو ته خوب نه ورځي؟

ولې ډېرو خلکو ته د هوټلو په کوټو کې خوب نه ورځي، اوس یې د …