کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي
حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی او د بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوونکی حاجي سید احمد سېلاب دا ځل په هلمند کې د بې وزله زومانو ډلییز ودونه ترسره کوي.

حاجي سید احمد سېلاب د دغه ودونو لپاره د څه وخت راهیسې نوملیکنه پیل کړې ده، دا ځل به په هلمند کې د ۱۰۰ زومانو ډلییز ودونه ترسره کېږي. خو داسې ښکاره کېږي چې د سل څخه دا ودونه یې ۱۱۰ ته رسېږي.

نوموړي د زومانو نوملیکنه هم کړې ده او د دې ترڅنګ د دغه ۱۰۰ ډلییزو ودونو لپاره مرستې هم راټولوي، چې تراوسه پورې نوموړي ډېرې مرستې راټولې کړې هم دي.

د دغه ۱۰۰ زومانو په ودونو کې به ۷۵۰۰ مېلمانه هم ګډون لري، چې د دوی د ډوډۍ تر ډېره مصارف هم بېلا بېلو خلکو په غاړه اخیستي دي، چې حاجي سید احمد سېلاب یې یادونه په خپله فېسبوکپاڼه کې کړې ده.

د دغه نوملیکنې بهیر په بوست خصوصي پوهنتون کې روان دی او د هلمند هغه بې وزلو زومانو ودونه به ترسره کېږي، چې د واده کارونه یې تر ولور پورې خلاص شوي وي او د واده کولو لپاره پېسې نه لري، نو د سېلاب خېریه بنسټ له خوا به یې ودونه کېږي.

خو په دې کې بیا داسې کسان هم شته، چې هغوی ولور هم نه دی خلاص کړی، نو یو شمېر کسانو بیا خپلو زومانو ته ولور معاف کړی دی او د هغوی نوملیکنه یې په دغه لیسټ کې کړې ده، تر څو ودونه یې وشي.

د دغه ۱۰۰ ودونو د مراسمو لپاره بسم الله نسیمي ۶۰ د خیاطۍ ماشینونو، حاجي غلام رسول د زومانو لپاره د ۵۰ ګرانبیه کالیو، قدرت الله داوري د ۵۰۰ مېلمنو، اکرمي د ۷۰۰ مېلمنو، حضرت شاه د ۵۰۰ مېلمنو، نجیب خان د ۱۰۰۰ مېلمنو، الماس خان د ۱۰۰۰ مېلمنو، فیصل خان د ۱۱۰ موټرو د ګل پوش کولو، محمد ګل هلمند د ۱۱۰ ناویانو لپاره د ارایش د سامان، بي بي نفیسه د ۳۰ ناویانو د واده جوړې مرسته کړې ده.

دا هم ولولئ

نریندر مودي او حامد کرزی

نریندر مودي: دا نن چې تاسې څه راواچول، که دا کرزی صاحب وویني، نو تر ټولو زیات به خوشحاله شي

د هند لومړي وزیر نریندر مودي نن په هند کې د هغه افغان سیکانو او …