کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ګالپ نظرپوښتنه: نیمايي افغانان د تل لپاره هېواد پرېښودل غواړي
د ګالپ نظرپوښتنه

د ګالپ نظرپوښتنه: نیمايي افغانان د تل لپاره هېواد پرېښودل غواړي

د ګالپ په نوم یو نړیوال شرکت چې د تحلیل او مشورو په برخه کې کار کوي او بېلا بېلې نظرپوښتنې هم کوي، په خپله یوه تازه سروې کې ویلي دي چې نیمايي افغانان دې ته حاضر دي چې د تل لپاره خپل هېواد پرېږدي.

د ګالپ د دغه سروې پایلې د امریکا غږ راډیو په خپله وېبپاڼه کې هم خپرې کړې دي او لیکلي یې دي، چې نیمايي افغانان وايي، چې که دوی ته موقع برابره شوه، نو دې ته حاضر دي چې خپل هېواد د تل لپاره پرېږدي.

په دغه افغانانو کې ډېر شمېر یې غواړي چې ترکیې ته لاړ شي، همدا راز جرمني، کاناډا او امریکا هغه هېوادونو دي چې په دغه لیسټ کې دویم، دریم او څلورم راغلي دي او په دغه ترتیب سره ورته افغانان د تګ هیله لري.

په دغه سروې کې دا هم ویل شوي دي چې د امریکا له افغانستان څخه د وتلو وروسته د امریکا څخه د مخالفت کچه هم ۸۴ سلنې ته پورته شوې، همدا راز افغانان هم اوس د روسیې په څېر امریکا ته ګوري.

په سروې کې بیا په افغانستان کې د ښځو سره د عزت او احترام په اړه هم پوښتنه شوې ده، چې له سقوط وروسته د ښځو سره د عزت او احترام چلند کې کم والی راغلی دی او اوس ۳۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.

دا هم ولولئ

نریندر مودي او حامد کرزی

نریندر مودي: دا نن چې تاسې څه راواچول، که دا کرزی صاحب وویني، نو تر ټولو زیات به خوشحاله شي

د هند لومړي وزیر نریندر مودي نن په هند کې د هغه افغان سیکانو او …