پاکستانی ځوان سیاستوال او د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په اړه وايي، چې د هغه لاسپوڅي حکومت د پاکستان ولس د بې وزلۍ وروستي حد ته رسولی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، بلاول بهټو یوې غونډې ته د خپلې وېنا پر مهال وویل، چې زموږ د ګوند تګلاره دا ده چې پاکستان یو سوله ییز، پرمختللی او خوشحاله هېواد جوړ کړو، موږ د ښځو د حقونو لپاره پوره کار کوو او ټول خلک به یو ځای له ځان سره مخکې بوځو، نو هله به هېواد پرمختګ کوي.
هغه د عمران خان د حکومت په اړه وویل، چې عمران خان په درغلۍ راغلی او حکومت یې لاسپوڅی دی، چې ولس یې د بې وزلۍ وروستي حد ته رسولی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان پیپلز ګوند (د خلکو ګوند) د ولس غږ دی او هېڅ کله به د ولس غږ شاته پرې نه ږدي، بلکې د ولس سره یو ځای به د حکومت بدلولو هڅه وکړي.
بلاول بهټو په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د دوی ګوند د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه، یو لوی احتجاج ترسره کوي او په دې کې به ورسره ولس یو ځای وي او د ګرانۍ د مخنیوي لپاره به د حکومت پر وړاندې درېږو.