کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت، واورې او سېلابونو اټکل شوی
د ورښت، واورې او سېلاب اټکل

په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت، واورې او سېلابونو اټکل شوی

د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی دی، چې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت، واورې او د سېلابونو د راوتلو اټکل شته دی.

په دغه ولایتونو کې هرات، بادغیس، فاریاب، سمنګان، سرپل، غور، اروزګان، دایکندي، غزني، بامیان، میدان وردګ، لوګر، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، نورستان، کونړ او سالنګونه شامل دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا په دغه تړاو یوه خبرپاڼه خپره شوې ده او پکې ویل شوي دي چې په پورته یادو ولایتونو کې د ورښت او واورې ترڅنګ د سېلابونو خطر هم شته.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یادو ولایتونو په بېلا بېلو برخو کې له ۱۵ څخه تر ۳۰ ملي متره پورې د ورښت او په همدغه کچه د واورې د ورښت اټکل دی.

د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا ویل شوي دي، چې د ورښت، واورې او د سېلابونو دا خطر په پورته یادو ولایتونو کې سبا او بل سبا (د فبرورۍ ۲۱مه او ۲۲مه) نېټو باندې دی.

دا هم ولولئ

نریندر مودي او حامد کرزی

نریندر مودي: دا نن چې تاسې څه راواچول، که دا کرزی صاحب وویني، نو تر ټولو زیات به خوشحاله شي

د هند لومړي وزیر نریندر مودي نن په هند کې د هغه افغان سیکانو او …