کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حمدالله محب: کابل ته د ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي

حمدالله محب: کابل ته د ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي

د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هغه اوازې، چې ګواکې ولسمشر اشرف غني کابل ته ځي، رد کړې او وایي چې دا ډول خبرونه بې اساسه دي.

له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه او اوازې خپرېږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني به په نږدې ورځو کابل ته لاړ شي.

د ولسمشر غني ورور حشمت غني، چې له سقوط وروسته تر ډېره له ولسمشر سره په دوبۍ و، هم منلې وه او ویلي یې و، که چېرته اړتیا شوه نو ولسمشر اشرف غني اماده ده چې کابل ته لاړ شي.

خو اوس حمدالله محب پر ټویټر پاڼه دا اوازې رد کړې. هغه وایي چې:((کابل ته د ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي. ولسمشر غني تل د ټولو افغانانو لپاره پر یوې داسې تل پاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي.))

محب زیاته کړې ده، چې ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.

دا هم ولولئ

نریندر مودي او حامد کرزی

نریندر مودي: دا نن چې تاسې څه راواچول، که دا کرزی صاحب وویني، نو تر ټولو زیات به خوشحاله شي

د هند لومړي وزیر نریندر مودي نن په هند کې د هغه افغان سیکانو او …