کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / محمد حفیظ: زه د راشد خان لوی مینه وال یم

محمد حفیظ: زه د راشد خان لوی مینه وال یم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد حفیظ وایي، چې د افغان لوبغاړي راشد خان لوی مینه وال دی او ورځ تر بلې چټک پرمختګ کوي.

دغه پاکستاني لوبغاړي د سما نومي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې په نړۍ کې یې ډېر لوبغاړي لېدلي، خو راشد خان بیا ډېر مسلکي خو په ورته وخت کې خاکساره او عاجزه هم دی.

د نوموړي پر وینا، راشد یو خواریکښ انسان دی، هیڅکله د ورزش وخت له لاسه نه ورکوي، خپل کرکټ ته درناوی لري او په همدې سبب د یو انګیزه ورکوونکی لوبغاړی هم ګڼل کېږي او ورځ تر بلې د پرمختګ پړاوونه وهي.

محمد حفیظ او راشد خان، چې دواړه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېږي، خو راشد خان د ملي لوبو او مسولیت له مخې د دغه لیګ پاتې لوبې پرېښودې او بنګله دېش ته روان شو.

د ویلو ده چې افغانستان له بنګله دېش سره ۳ نړیوالې یو ورځنۍ او دوه نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کوي، چې د دغه سیالیو لړۍ به د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په بنګله دېش کې پیل شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …