نن د یکشنبې په ورځ (د حوت دویمه ۱۴۰۰) د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه خپاره کړي دي، چې امریکايي ډالر پکې د تېرې ورځې په حساب دي او ښکته یا پورته نه دي تللي.
نن ۱ امریکايي ډالر په ۹۱ افغانۍ دی، ډالر له تېرو څو ورځو راهیسې په ۹۱ افغانۍ باندې تبادله کېږي. همدا راز له ډالرو پرته د نورو بهرنیو اسعارو تازه نرخونه دا دي:
۱ یورو په ۱۰۳ افغانۍ، ۱ پونډ په ۱۱۹ افغانۍ، ۱ کاناډايي ډالر په ۷۴ افغانۍ، ۱ چینايي ین په ۱۴ افغانۍ او د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۴ افغانۍ دي.
همدا راز د ترکیې ۱ ليره په ۷ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۹ افغانۍ، د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۳ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ کلدارې په ۱۰۹۸ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ کلدارې په ۵۱۵ افغانۍ دي.
د یادولو وړ ده چې په کابل کې د صرافۍ تر ټولو ستر مارکیټ سرای شهزاد د نرخونو په تړاو بند شوی دی، پورته نرخونه د افغانستان بانک له خوا خپاره شوي دي او د ورځې په جریان کې بدلېدلی هم شي.