کورپاڼه / خبرونه / پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د لیګ وروسته لوبه ترسره کېږي او بیا به د پلی اف پړاو پیلېږی، خو مخکښ افغان لوبغاړي راشد خان د ملي لوبو لپاره دغه لیګ پرېښود چې مینه وال سخت ورپسې خپه دي.

د همدې لپاره د راشد خان وروستۍ لوبې ته د هغه یوه مینه واله ورغلې وه او خپل خپګان ته یې د الفاظو شکل ورکړی او د بالیووډ مشهور فلم (کچ کچ هوتاهی) ډیالوګ سره لیکلی دی:((توسي جا رهی هو، توسي نه جاو نا))، یعنې ته روان یې، مه ځه کنه.

د راشد خان مینه والې دغه عکس په ټولنيزه رسنۍ ټويټر شريک کړی او ويې ويل، زه وياړم چې زما دغه پوسټر ډېر مشهور شو. بلخوا راشد خان د خپلې مینه والې د مینې په ځواب کې وایي، له دې مینې او ملاتړ څخه دې ډیره مننه، زه به ژر بیرته راستون شم، انشاالله.

باید و ویل شي، چې راشد خان خپله وروستۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۹مه د اسلام اباد یونایټیډ پر وړاندې ترسره کړه او پرون د ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه بنګله دېش ته لاړ.

په دې اړه د لاهور قلندرز وياند ويلي چې راشد خان به د خپلې ملي دندې له امله په پي ايس ايل کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره نور نه وي او د هغه پر ځاى به فواد احمد ورسره يو ځاى شوى دى.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …