کورپاڼه / خپلواک / د مجيب لوبډله ماته او د نجيب لوبډله بريالۍ شوه
مجيب او نجيب

د مجيب لوبډله ماته او د نجيب لوبډله بريالۍ شوه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): مجيب الرحمان چې په بنګله دېش تجارتي ليګ کې د کوميلا واريرز لوبډلې لپاره لوبېږي، هغه د راج شاهي رايلز پر وړاندې په ٤ اورونو کې ٢٥ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه، خو لوبډله يې له ناکامۍ سره مخ شوه، همدا راز نجيب ځدراڼ بيا د کهلنا ټايګرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې که څه هم هغه توپوهنه ترسره نه کړه خو لوبډلې يې بريا خپله کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٣مه لوبه د دسمبر په ٢٨مه نېټه د راج شاهي رايلز او کوميلا واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه کوميلا واريرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د راج شاهي رايلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راج شاهي رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې شعېب ملک ٦١، عفيف حسېن ٤٣، لوبډلمشر انډري رسل ٣٧ ناسوځېدلې او ليتون داس ٢٤ منډې وکړې.

د کوميلا واريرز له لوري مجيب الرحمان، سنظمل اسلام او سوميه سرکار ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٩١ منډو د هدف په تعقيب کې د کوميلا واريرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې وکړې، چې د ١٥ منډو په توپير يې له راج شاهي رايلز لوبډلې ماته وخوړله. د دوى له لوري سوميه سرکار ٨٨ ناسوځېدلې، شبير رحمان ٢٦ او ستيان وينزيل ٢١ منډې وکړې.

د راج شاهي رايلز له لوري انډري رسل، محمد عرفان، فرهاد رضا او شعېب ملک ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شعېب ملک ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې په زړه پورې لوبه ترسره کړه.

همدا راز د دسمبر په ٢٨مه نېټه دويمه لوبه د سيلهټ تهنډر او کهلنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سيلهټ د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې وکړې، چې ياد هدف د کهلنا ټايګرز لوبډلې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د سيلهټ تهنډر له لوري روبيل ميا ٣٩، انډري فليچر ٣٧ او شيرفاني رودرفورډ ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کهلنا ټايګرز له لوري روبي فريلينک او شاهد الاسلام ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د کهلنا ټايګرز لپاره مهدي حسن ٨٧ ناسوځېدلې او نجمل حسن شانتو ٤١ منډې وکړې، د سيلهټ تهنډر له لوري عبادت حسېن او شېرفاني رودرفورډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د کهلنا ټايګرز له لوري نجيب ځدراڼ هم لوبېږي، خو په دغه لوبه کې هغه ته د توپوهنې چانس راونه رسېده. په ياده لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه مهدي حسن ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …