کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په خپله ژبه د وټساپ اپلیکیشن د کارولو طریقه

په خپله ژبه د وټساپ اپلیکیشن د کارولو طریقه

په اوسني وخت کې نږدې هرڅوک ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي توګه وټساپ کاروي، خو ستونزه دا ده چې زیات شمېر کاروونکي یې په انګلیسي نه پوهیږي او له ستونزو سره مخ کېږي.

د هغو کاروونکو د پراخه شمېر پر اساس چې په مختلفو ژبو خبرې کوي، وټساپ ادارې د خپلې ژبې پالیسي بدله کړې او له ۶۰ څخه ډیرې ژبې یې په اندراید او ۴۰ ژبې په آی او ایس کې مدغم کړي دي.

که چېرته غواړئ چې خپل وټساپ اکونټ مو په شخصي بڼه جوړ کړئ او په محلي ژبه اړیکې ټینګې کوئ، نو د دې لپاره یو حل شتون لري، ځکه چې وټساپ د ژبې د بدلون اجازه نه ورکوي، خو د موبایل ژبه بدلولی شئ.

خو په یاد ولرئ چې دا یوازې پر ټساپ نه بلکې پر ټولو اپلیکیشنونو تطبیقېږي، دا چې څنګه د خپلې خوښې ژبه په وټساپ کې استعمال کړو، راځئ دلته یې ولولو.

لومړی به تنظیماتو ته لاړ شئ، بیا به سیستم وټاکئ، هلته به ژبه او انتخاب به یې کړئ او یو مجازي کیبورډ به هم وټاکئ. اوس وټساپ پرانېزئ او کېبورډ انتخاب کړئ نو د خپلې خوښې ژبه استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

د ناسا موټرګي د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم ترلاسه کړه

د ناسا موټرګي بالاخره د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم په بریالیتوب …