کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ملګرو ملتونو د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له نوملړ څخه لېرې کړ

ملګرو ملتونو د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له نوملړ څخه لېرې کړ

ملګرو ملتونو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نوم، چې د ولسمشرانو یا د دولت مشرانو په نوملړ کې ورسره و، د ولسمشر په توګه یې له دې نوملړ وویست.

ملګرو ملتونو پر خپله ویبپاڼه د دولت مشرانو نوملړ خپور کړی، خو په دې نوملړ کې د محمد اشرف غني (ولسمشر) او رولا غني (لومړۍ میرمنې) نوم نشته او لېرې کړي یې دي.

که څه هم د ولسمشر نوم له دغه نوملړ څخه ایستل شوی، خو د نظام ډول پکې د افغانستان جمهوري دولت یا ریاست لیکل شوی. همدا راز له دې نوملړ څخه د محمد حنیف اتمر نوم هم د بهرنیو چارو د وزیر په توګه لېرې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې محمد حنیف اتمر ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی و، چې په هغې کې یې هلته د نصیر احمد فایق د لېرې کېدو غوښتنه کړې وه.

نصیر فایق، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی دی، څو ورځې وړاندې یې خبر ورکړ، چې ملګري ملتونو ته د حنیف اتمر غوښتنه د منلو وړ نه ده او نوموړی به دغې دندې ته دوام ورکوي.

دا هم ولولئ

نریندر مودي او حامد کرزی

نریندر مودي: دا نن چې تاسې څه راواچول، که دا کرزی صاحب وویني، نو تر ټولو زیات به خوشحاله شي

د هند لومړي وزیر نریندر مودي نن په هند کې د هغه افغان سیکانو او …