کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا په دويمه ټېسټ لوبه کې هم نيوزيلېنډ ته ستره ماتې ورکړه
اسټراليا

اسټراليا په دويمه ټېسټ لوبه کې هم نيوزيلېنډ ته ستره ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): اسټراليا په دويمه ټېسټ لوبه کې هم د نيوزيلېنډ لوبډلې ته د ٢٤٧ منډو په توپير ماتې ورکړه او د درې ټېسټ سياليو په لوبلړۍ کې يې د دوه لوبو په ګټلو سره لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ د درې ټېسټ سياليو دويمه لوبه د دسمبر په ٢٦مه نېټه د اسټراليا په ميلبورن کې پيل شوه، د لوبې په پيل کې پچه د نيوزيلېنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې د اسټراليا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٤٦٧ منډې يې ترلاسه کړې. د اسټراليا له لوري ټريوس هيډ ١١٤، سټيو سميت ٨٥، لوبډلمشر ټام پيني ٧٩ او مارنوس لابوشاني ٦٣ منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر ٤، ټام ساوټي ٣، کولين دي ګرېنډهوم ٢ او ټرينټ بولټ ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د نيوزيلېنډ توپوهونکي په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ناکامه شو، چې يوازې ټام لاتم په دې وتوانېده چې ٥٠ منډې ترلاسه کړي، د نيوزيلېنډ ټوله لوبډله په ١٤٨ منډو وسوځېدله.

د اسټراليا له لوري پاټ کومنز په زړه پورې توپوهنه ترسره او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، جېمز پېټينسن ٣ او مچل سټارک ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

اسټراليا په دويمه پاڼۍ کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٨ منډې ترلاسه کړې او له دې سره يې خپله پاڼۍ پاى ته ورسوله، د دوى له لوري ډيويډ وارنر ٣٨ او جو برنز ٣٥ منډې وکړې. د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر ٣ لوبغاړي وسوځول.

د ٤٨٨ منډو د هدف په تعقيب کې د نيوزيلېنډ ټوله لوبډله په ٢٤٠ منډو وسوځېدله او د ٢٤٧ منډو په ستر توپير يې په دويمه ټېسټ لوبه کې اسټراليا ماتې وخوړله. د دوى له لوري ټام بلنډيل ١٢١ او هينري نيکولس ٣٣ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري ناتن ليون ٤، جېمز پټېنسن ٣ او مارنوس لابوشاني ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټريوس هيډ ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې د درې ټېسټ لوبو په لوبلړۍ کې اسټراليا بريا خپله کړه او د دغه لوبلړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ٣مه نېټه د اسټراليا په سډني کې پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …