کورپاڼه / خبرونه / نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی په رسمي توګه د کرکټ بورډ د یادې کمیټې د مشر په توګه وټاکل شو.

د کرکټ بورډ د راپور پر اساس، تېره ورځ یې نورالحق ملکزی په رسمي ډول د غوراوي څانګې مشر کړ او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی به د تل په څېر په خپله دنده کې وځلېږي.

ملکزی د کرکټ بورډ د نوي عمومي مشر میرویس اشرف تر راتګ وروسته دغه دنده د سرپرست په توګه ترسره کوله، چې تر ډېره پورې په خپلو مسولیتونو کې بریالی و، همدا و چې تېره ورځ په رسمي ډول دغه دنده ترلاسه کړه.

کرکټ بورډ وایي:((ملکزی د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې لري او دوه ځلې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې هم د افغان لوبډلې د لوبډلمشر په توګه مسوولیت ادا کړی دی.))

د ویلو ده چې ملکزی له ۲۰۱۰-۱۲ پورې نړیوال کرکټ کړی، چې دوه یوه ورځنۍ او اته شل اوریزې لوبې یې ترسره کړي او ترڅنګ یې ۱۸ فرسټ کلاس او ۱۳ لېسټ ای سیالیو د سپین غر او مس عینک لوبډلو په ګټه لوبېدلی و.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …