د افغانستان بانک نن د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه خپاره کړي دي، چې ډالر پکې په پخواني نرخ دي، خو د سرای شهزاده له مخې، بیا ډالر ۶۰ پوله ګران شوي دي.
نن (سه شنبه، د حوت دریمه ۱۴۰۰) باندې یو امریکايي ډالر د افغانستان بانک له مخې ۹۱ افغانۍ دی، خو د سرای شهزاده له مخې بیا یو امریکايي ډالر په ۹۱ افغانۍ او ۶۰ پوله بدلېږي.
همدا راز ۱ یورو په ۱۰۳ افغانۍ، ۱ پونډ په ۱۱۹ افغانۍ، ۱ کاناډايي ډالر په ۷۲ افغانۍ، ۱ چینايي ین په ۱۴ افغانۍ او د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۴ افغانۍ دي.
د ترکیې ۱ لېره په ۶ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۹ افغانۍ، د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۳ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ کلدارې په ۱۰۹۱ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ کلدارې په ۵۱۳ افغانۍ تبادله کېږي.
د یادولو وړ ده، چې سرای شهزاده د پخوا په څېر فعالیت درولی دی او اوس هره ورځ د سرای شهزاده لخوا د بهرنیو اسعارو نرخونه نه خپرېږي.