د افغانستان او بنګله دېش ملي لوبډلو ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې، چې د سوپر لیګ سیالیو برخه ده او دوه شل اوریزه لوبو لړۍ به سبا پیل شي.
که څه هم د دغه لوبو د ژوندي خپراوي حقونه په هېواد کې د کوم ټلویزون له لورې نه دي اخیستل شوي، خو د لباس سپانسر شپ د بنګله دېشي لوبغاړي شکیب الحسن اړوند بریښنایي شرکت ترلاسه کړي.
د سرچینو د معلوماتو پر اساس، د بنګله دېش الراونډر لوبغاړي شکیب الحسن شرکت (e-commerce company Monarch Mart) د افغانستان ملي لوبډلې لباس سپانسر شپ ترلاسه کړی.
دغه لوبې سبا چهارشنبه سهار ۹:۳۰ پیلېږي، چې د مارچ تر ۵مه به دوام ولري، چې افغان لوبډلې ورته شپږ ورځې وړاندې تمرینات پیل کړي او د نوي مشر روزونکي سره بشپړه چمتو ده.
د ویلو ده چې ملي سپورټ او ډیوه پتنګ ګروپ له دې وړاندې د ملي لوبډلې لباس سپانسر کاوه، خو بیه یې ډېره ټیټه وه چې له امله یې پر کرکټ بورډ نېوکې هم کېږي.