کورپاڼه / خبرونه / اریانا ټلویزون د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبې خپروي

اریانا ټلویزون د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبې خپروي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درېیو یوه ورځنۍ لوبو لومړۍ به سبا چهارشنبه سهار په ۹:۳۰ بجو ترسره شي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرونه هم شي.

د معلوماتو له مخې، اریانا ټلویزون د دغه سیالیو د ژوندي خپراوي حقوق ترلاسه کړي دي او دغه لوبې به خپرې کړي. اریانا تلویزون هم دا خبر منلی او ویلي یې دي چې دوی دغه لوبې خپروي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه به سبا د فبرورۍ په ۲۳م، دویمه ۲۵م او دریمه به په ۲۸مه نېټه په ډاکه کې ترسره شي. له هغې وروسته به شل اوریزې لوبې په چتګرام کې د مارچ په ۳مه او ۵مه ترسره شي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وایي، چې دغه لوبو ته بشپړ چمتوالی لري او پخپلو لوبغاړو ډاډه دی چې ښې لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.

د یوه ورځنیو لوبو لوبډله: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، ریاض حسن، راشد خان، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، نجیب ځدران، شاهد کمال، اکرام علي خیل، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن، یمین احمدزی او فرید ملک. همدا راز احتیاطي لوبغاړو کې سلیم ساپی او قیس احمد شامل دي.

د شل اوریزه لوبو لوبډله: محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت ځاځی، عثمان غني، درویش رسولي، نجیب ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، راشد خان، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، قیس احمد، فضل الحق فاروقي، نجات مقصود او فرید ملک

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …