کورپاڼه / بېلا بېل / آیا ښځې ډېرې صادقه او رښتیوني وي که نارینه؟

آیا ښځې ډېرې صادقه او رښتیوني وي که نارینه؟

که چېرته تاسې کوم هوټل ته د خوراک لپاره لاړ شئ او په وروستیو کې درته د پیسو بیل مخ ته کېږي او په بیل کې وینئ چې تاسو پسې د کوم څېز روپۍ نه دي لیکل شوي، نو په دې حالت کې به ستاسو غبرګون څه وي؟

آیا تاسې د هوټل کارمند ته وایئ چې یو څېز درنه هېر شوی او که په چوپه خوله ترې وځئ؟ که چېرته تاسې په چوپه خوله ترې ځئ نو بیا باوري اوسئ چې تاسې یوازینی کس نه یئ چې دا کار کوئ.

یوې نوې څیړنې ښودلې چې له نیمایي څخه ډیر خلک د هوټل په بیلونو کې تېروتنې نه مني او پرته له دې چې کارمند ته خبر ورکړي، په چوپه خوله پیسې ورکوي او پخپله مخه ځي، خو په دې مسئله کې بیا ښځې د نارینه و په پرتله ډېر صادقه وي.

په اسراییلو کې د یوې ترسره شوې څېړنې له پایلو موندل شوې چې ښځې د نارینه و په پرتله ډېرې صادقه وي او دوی د نارینه په څېر دوکه نه کوي بلکې تېروتنې مني.

د څېړنې مخکښ لیکوال یوسف توبول وايي، څېړنې ښيي چې ښځې په دې برخه کې تر نارینه وو ډېرې صادقې دي.

دا هم ولولئ

د هوټل کوټه

ولې د هوټل په کوټو یا خونو کې خلکو ته خوب نه ورځي؟

ولې ډېرو خلکو ته د هوټلو په کوټو کې خوب نه ورځي، اوس یې د …