د پاکستان د خلکو د ګوند یو غړی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د سینټ غړی رحمان ملک نن د کورونا له وجې مړ شوی دی، هغه ۷۰ کلن و او له څه وخت راهیسې د کورونا له وجې په روغتون کې بستر و.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، رحمان ملک د ساه اخیستو ستونزه درلوده، هغه په روغتون کې په وینټیلیټر باندې پروت و، خو ژوند یې له لاسه ورکړ.
ډاکټرانو د هغه په اړه رسنیو ته ویلي دي، چې کورونا د رحمان ملک پړپوس خراب کړي و، چې له دې امله یې ساه ورکړه. د هغه مړی له روغتون څخه کور ته وړل شوی دی او د جنازې مراسم یې تراوسه نه دي اعلان شوي.
سناتور رحمان ملک له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان د خلکو د ګوند د کورنیو چارو وزیر و، هغه د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو یو له نږدې کسانو څخه هم و. د رحمان ملک څخه ښځه او دوه اولادونه پاتې شوي دي.
د یادولو وړ ده چې څو کلونه مخکې د رحمان ملک یوه ویډیو هم خپره شوې وه، چې هغه یو سورت وايي، خو د څو ځله هڅو وروسته هم یې سم نه شي ویلی.