د فوټبال د نړۍ مشهور ستوری پرتګالي لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د نړۍ تر ټولو مشهور شخصیت وګڼل شو.
کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی شخص دی چې، د ټولنیزو رسنیو پر مشهور اپلیکیشن انسټاګرام کې ۴۰۰ ملیون فالورز یا تعقیبونکي لري.
هغه په خپل انسټاګرام اکاونټ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دې بې غرضه مینې په اړه یو ځانګړی ویډیویي پیغام خپور کړی دی او له خپلو مینه والو مننه کړې چې دومره مینه یې ورکړې ده.
رونالډو لیکلي:((سلام ملګرو! څلور میلونه! زبردست! څه یوه شمېره ده!)) هغه زیاته کړې:((دا شېبه زما لپاره ډېره په زړه پورې ده.))
هغه مینه والو ته ویلي، تاسو ټول پوهیږئ چې دا له تاسو پرته ناممکن و، نو هغه غواړي د زړه له تله له هرچا څخه مننه وکړي.
په پای کې کریسټیانو رونالډو وایي چې هغه به د خپل ژوند په اړه هر څه د خپلو مینه والو سره شریکولو ته دوام ورکړي ځکه چې دوی یې مستحق دي.