کورپاڼه / بېلا بېل / په هند کې یوه بانک باحجابه میرمنې ته د پیسو له ورکړې ډډه کړې

په هند کې یوه بانک باحجابه میرمنې ته د پیسو له ورکړې ډډه کړې

په هند کې د هندو افراطیت یوه بله بېلګه هم راڅرګنده شوې ده اړ د بهار ایالت یوه بانک یوې باحجابه ښځې ته د نغدو پیسو له ورکولو ډډه وکړه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د بهار ایالت په یوه بانک کې یوه کیشیر یا پیسې ورکوونکي باحجابه ښځې ته د پیسو له ورکولو ډډه کړې او له ښځې څخه وغوښتل چې د نغدو پیسو ترلاسه کولو لپاره حجاب لېرې کړي.

باحجابه ښځې ویلي چې د حجاب اغوستلو له امله یې له خپل حساب څخه د پیسو د ایستلو مخه نیول شوې ده.

حجاب لرونکې ښځې د حجاب له لېرې کولو ډډه وکړه، همدا راز ښځې او پلار یې احتجاج وکړ او بانک مجبور شو چې هغې ته پیسې ورکړي.

په دې وروستیو کې په هند کې هندو افراطیان د حجاب پر ضد منظم کمپاینونه کوي، د کرناټک ایالت پوهنتون کې پر حجاب د بندیز په اړه به محکمه پرېکړه کوي.

دا هم ولولئ

د هوټل کوټه

ولې د هوټل په کوټو یا خونو کې خلکو ته خوب نه ورځي؟

ولې ډېرو خلکو ته د هوټلو په کوټو کې خوب نه ورځي، اوس یې د …