کورپاڼه / خپلواک / د لوبغاړو ملي لوبډلې ته د رسېدو لار

د لوبغاړو ملي لوبډلې ته د رسېدو لار

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): افغان ځوانان څنګه کولاى شي چې د افغانستان ملي لوبډلې ته لار پېدا کړي او د افغانستان لپاره په نړيوالو لوبو کې استازولي وکړي؟

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه يو انځور خپور کړى دى، چې په هغه کې يې د ځوانانو ملي لوبډلې ته د رسېدو لار ښودلې ده.

په دغه انځور کې ښکاره کېږي، چې ځوانان څنګه کولاى شي چې ملي لوبډلې ته لار پېدا کړي. په انځور کې وينو چې د ځوانانو د کرکټ پيل يې پکې د مکتب لوبډلې څخه پيل کړى دى.

هغه ځوانان چې غواړي په کرکټ کې پرمختګ وکړي او مخکې لاړ شي، د مکتب په لوبډله کې لوبېږي، چې له هغه ځايه د کلب لوبډلې ته او بيا د ولايتي لوبډلې ته لار پېدا کوي، چې له هغه ځايه به بيا ٤ ورځنيو سياليو، لېسټ اې سياليو او د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو ته لار پېدا کوي.

همدا راز بل لوري ته ځوانان چې د ولايتي په ١٦ کلنو لوبډلو کې ولوبېږي، هلته د ښې وړتيا ښکاره کولو نه وروسته به د زونونو ١٦ کلنو لوبډلو ته لار پېدا کوي، بيا به د زونونو ١٩ کلنو لوبډلو ته او له هغه وروسته به ملي ١٩ کلنو لوبډلې ته لار پېدا کړي.

د ځوانانو لپاره لارښود چې غواړي ملي لوبډلې ته لاړ شي

ياد لوبغاړي به يا فرسټ کلاس سياليو ته لار پېدا کړي، يا به لېسټ اې او يا به شپږيزه کرکټ ليګ ته ورسېږي. په دغه لوبډلو کې به تکړه او مخکښ لوبغاړي بيا د ځوانانو ملي لوبډلې او له هغه وروسته به د الف لوبډلې ته لار پېدا کوي، چې مخکښ او وړتيا لرونکي ځوانان به له هغه وروسته ملي لوبډلې ته لار پېدا کړي او بيا به په نړيواله کچه د افغانستان ملي لوبډلې استازولي کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …