اولاد د الله تعالی یو لوی نعمت دی او غبرګوني ماشومان بیا د یوې ځانګړې تجربې او خوښۍ سبب کېږي. ډېری والدین به مو لېدلي وي چې د غبرګونو ماشومانو هیله لري، خو د غبرګونو ماشومانو په اړه خلک بېلابېل نظرونه او شکونه لري او دا ډول پوښتنې کوي چې د غبرګونو ماشومانو د پیدایښت راز څه دی؟ او د غبرګونو ماشومانو د زېږېدو امکان په کومه اندازه وي؟
نوي ساینس د غبرګونو ماشومانو د پیدایښت په اړه ډېرې څېړنې ترسره کړي او ځینې سببونه یې بیان کړي چې موږ به یې دلته ولولو.
د بي ایم ایي اندازه ډېرېدل، له څېړنو ثابته شوې چې په هغه ښځو کې چې د بي ایم ایي اندازه یې له دیرشو پورته شي، نو د غبرګونو ماشومانو امکان یې ډېر وي.
که چېرته د کومې کورنۍ په تېرو نسلونو کې غبرګوني ماشومان زېږېدلي وي، نو په راتلوونکو نسلونو کې هم امکانات شپېته سلنه وي او دا امکانات هغه وخت ډېرېږي چې د میندو په کورنۍ کې یې غبرګوني ماشومان زېږېدلي وي.
ساینس وایي که چېرته میندې له دیرش کلنۍ څخه ډېر عمر ولري نو د غبرګونو ماشومانو د زېږېدو امکان یې هم ډېر وي، ځکه چې له دیرش کلنۍ وروسته ښځې ډېر تخمونه خارجوي.
هغه ښځې چې په عام ډول یې قد لوړ او صحت مندې وي، د هغه ښځو په پرتله یې د غبرګونو ماشومانو د زېږولو امکان کم وي چې د لنډ قد لرونکي وي.
که څه هم ذکر شوي سببونه به یو څه عجیبه او حیرانوونکې وي، خو د ساینسپوهانو لخوا یې همدغه سببونه څرګند شوي او دا یې هم ویلي چې په افریقایي نژادو امریکایانو کې د غبرګونو ماشومانو د زېږېدو امکان ډېر وي، خو په اسیایي میرمنو کې بیا دغه امکان بېخي کم ګڼل کېږي.
یاده دې وي چې د غبرګونو ماشومان سربېره د درې ګونو، څلور ګونو او د پنځه ګونو ماشومانو پېښې هم واقع شوي دي.