کورپاڼه / خبرونه / نجیب الله ځدراڼ د اصغر افغان او حشمت الله شهیدي ریکارډ مات کړ

نجیب الله ځدراڼ د اصغر افغان او حشمت الله شهیدي ریکارډ مات کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي توپ وهونکي نجیب الله ځدراڼ د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان او اوسني لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ریکارډ مات کړ.

نوموړي نن د بنګله دېش پر وړاندې په روانه لوبه کې په زړه پورې توپ وهنه وکړه او ۶۸ منډې یې جوړې کړې، چې په دې سره یې د یوه ورځنیو لوبو ۱۳مه نیمه سلیزه هم ووهله.

په دې سره نجیب ځدراڼ د اصغر افغان او حشمت الله شهیدي د ۱۲-۱۲ نیمه سلیزو ریکارډ مات او پخپل نوم کړ، خو څلورم لوبغاړی شو، چې د افغانستان لپاره زیاتې نیمه سلیزې وهي.

له نجیب الله ځدراڼ وړاندې په دغه ریکارډ کې رحمت شاه په ۱۷ نیمه سلیزو سره لومړی، محمد شهزاد په ۱۴ نیمه سلیزو سره دویم او محمدنبي په ۱۵ نیمه سلیزو سره دریم مقام لري.

د ویلو ده چې په روانه لوبه کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نجیب الله ځدراڼ د نیمه سلیزې پرمټ د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …