کورپاڼه / اسلام / آیا د مړي په کور کې د ډوډۍ خوراک جایز دی؟

آیا د مړي په کور کې د ډوډۍ خوراک جایز دی؟

د مړي په کور کې د خلکو لپاره د ډوډۍ تیارول د افسوس وړ ده او هغه څوک چې د مړي په کور کې ډوډي خوري او خېټه ډکوي، هغوی د شرمنده ګۍ احساس کوي، خو ټول داسې نه وي بلکې ځینې پرته له خوراک بېرته ځي.

ډېر شمېر خلک په دې باور دي چې د مړي په کور کې د لوښو غږ بد وي او بد شګون یا فال لري، خو له بده برغه دغه دود له ډېر وخت راهیسې زموږ په ټولنه کې را روان دی، خو پوښتنه دا ده چې د مړي په کور کې خوراک جایز دی؟

په دې اړه یو مشهور اردو ژبه مفتي طارق مسعود په یوه ویډیو کې، چې پر یوټیوب خپره شوې، وایي چې د مړي کور د خوراک او څښاک لپاره نه وي، بلکې خوراک او څښاک په شریعت کې د خوښۍ په موقع وي.

مفتي طارق مسعود وایي، نن سبا د مړي په کور کې دیګونه پخېږي، چې خوشبو یې هر لورې ته خپرېږي او یو عجیب ماحول جوړ شوی وي، خو دا کار د شریعت د طبیعت خلاف دی.

دغه مفتي وایي، ګاونډیانو ته پکار ده چې د مړي په کور کې ډوډۍ ونه خوري، بلکې خپل کور کې دې یې وخوري. په دې اړه یو حدیث شریف هم وایي چې په کوم کور کې مړی وشي، نو تر درېیو ورځو پورې د ډوډۍ بندوبست یې وکړئ، ځکه چې تر د غم په سبب ډوډۍ نشي چمتو کولی.

دا هم ولولئ

د پېړیو پخوانۍ معما حل شوه؛ نړۍ د حضرت داود علیه السلام تر ماڼۍ ورسېده

شیعه رام لومړی د بیت المقدس او اوس د اسرایلو ښار دی، دا ښار له …