کورپاڼه / خپلواک / راشد خان يو ځل بيا زبردسته لوبه وکړه، غوره لوبغاړى هم شو
راشد خان

راشد خان يو ځل بيا زبردسته لوبه وکړه، غوره لوبغاړى هم شو

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): د بيګ باش په نننۍ لوبه کې افغان ورو توپ اچونکي راشد خان زبردسته لوبه وکړه، هغه نه يوازې توپوهنه ترسره کړه، بلکې په توپ اچونه کې يې هم په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې د اډلايډ سټرايکرز او ميلبورن رينيګاډرز لوبډلې مخامخ شوې، په پيل کې د لوبې پچه اډلايډ سټرايکرز وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

اډلايډ سټرايکرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې فيل سالټ ٥٤، لوبډلمشر الېکس کېري ٤١ او راشد خان ٢٥ منډې ترلاسه کړې. راشد خان ٢ شپږيزې او ٢ څلوريزې ووهلې او په ١٦ توپونو يې ٢٥ منډې وکړې.

د ميلبورن رينيګاډز له لوري کېن ريچارډسن ٤ او کېمرون بويس ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٥٦ منډو د هدف په تعقيب کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې وکړې او په ١٨ منډو يې له اډلايډ سټرايکرز لوبډلې نه ماته وخوړه. د دوى له لوري لوبډلمشر ارون فينچ ٥٠ او بيو ويبسټر ٣٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اډلايډ سټرايکرز له لوري راشد خان په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې ١٥ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ويس اګر او کېمرون والينيټ ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم راشد خان ترلاسه کړه، چې په توپوهنه کې يې ٢٥ منډې کړې وې او په توپ اچونه کې يې ٢ لوبغاړي سوځولي و.

د يادولو ده چې د نننۍ بريا سره اډلايډ سټرايکرز لوبډله د ٧ نومرو سره د بيګ باش لومړي مقام ته ورسېده، چې ورپسې په دويم مقام د سډني سيکسرز لوبډله ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …