کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دا چې د هند پریمیر لیګ به په کومو ځایونو کې ترسره شي، نومونه یې په ډاګه شول

دا چې د هند پریمیر لیګ به په کومو ځایونو کې ترسره شي، نومونه یې په ډاګه شول

د هند غوره لیګ سیالیو د پنځلسم پړاو لپاره ځایونه اعلان شوي، د آی پي ایل لوبې به یوازې په دوو ښارونو کې ترسره شي او دا کار یې د کورونا وایروس څخه د خوندیتوب په موخه کړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند کرکټ بورډ (بي سي سي آی) د لومړي ځل لپاره د شل اوریزه لیګ ګرانبيه سیالۍ ترسره کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د لیګ لوبې به په ممبۍ او پونې کې ترسره شي، په داسې حال کې چې د آی پي ایل دغه سیالۍ به د ممبۍ په درېیو او د پونې په یوه لوبغالي کې ترسره شي.

د ممبۍ د وانکید لوبغالی، بریبورن لوبغالی او ډی وای پټیل لوبغالی به د آی پي ایل کوربتوب کوي او د پونې د ایم سي ای نړیوال لوبغالی به هم د غه لوبو شاهد وي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند پرېمير ليګ ۵۵ لوبې به په ممبۍ كې كېږي او ۱۵ به په پونې كې ترسره شي. د هند کرکټ بورډ تر اوسه د دغه لیګ مهالویش نه دی اعلان کړی، خو د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۲ کال آی پي اېل به د مارچ په ۲۶ یا ۲۷ پیل شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …