کورپاڼه / هنر او کلتور / ډپیکا پاډوکون ولې له سلمان خان سره له کار کولو ډډه کړې وه

ډپیکا پاډوکون ولې له سلمان خان سره له کار کولو ډډه کړې وه

دپیکا پاډوکون له سلمان خان سره په فلم کې له کار کولو انکار کړی و، دا چې هغې ولې دا کار کړی و، اوس لامل په ډاګه شو.

ډپیکا پاډوکون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سلمان خان لومړی کس و چې ماته یې د بالیووډ په فلم کې د کار کولو وړاندیز وکړ، خو ما انکار وکړ.

ډپیکا پاډوکون ویلي چې د فلمي صنعت کیریر په لومړیو کې سلمان خان زما ماډلینګ لیدلی و او په فلم کې یې د کار کولو وړاندیز راته وکړ، خو زه په فلم کې کار کولو ته چمتو نه وم.

هغه وایي، سلمان خان زما د اداکارۍ وړتيا هغه وخت درک کړه، چې زه هم نه پوهېدم چې د اداکارۍ وړتیا لرم، زه تل له سلمان خان څخه منندوى يم چې ماته يې په باليووډ کې د ډېرو فلمونو وړانديز کړی دی.

ډپیکا پاډوکون زیاته کړه چې دا یو تصادف و چې د سلمان خان له وړاندیز دوه کاله وروسته مې د شاه رخ خان په فلم (اوم شانتي اوم) کې په کار کولو بالیووډ ته مخه وکړه.

تر دې وړاندې سلمان خان په یوه مرکه کې ډپیکا پاډوکون یوه فلمي ستورې بللې وه او ویلي یې و چې تر اوسه ورته چا داسې فلم نه دی وړاندیز کړی، چې دپیکا او هغه دې په کې یوځای کار وکړي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …