کورپاڼه / ننګرهار او لغمان کې د کلدارو جنازه وشوه
د کلدارو جنازه

ننګرهار او لغمان کې د کلدارو جنازه وشوه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): د ولايتي ادارو او ولسونو په ګډو هڅه د افغانستان په هغه يو شمېر ولايتونو کې، چې مخکې پکې تر ډېره کلدارې کارول کېدې، اوس په راکړه ورکړه کې افغانۍ کارول کېږي.

په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د ترويج لپاره پراخ کمپاين ترسره شو، چې نه يوازې دا چې ولايتي ادارې په دې لړ کې چټک ګامونه پورته کړل، بلکې ولسونو هم په يو غږ کلدارې ليرې او پر ځاى يې افغانۍ په راکړه ورکړه وکارولې.

تازه ويل کېږي چې په ننګرهار او لغمان کې د کلدارو جنازه هم ويستل شوې ده. خپلواک ډاټ کام له لغمان څخه يو انځور ترلاسه کړى دى، چې د لغمان اوسېدونکي پکې د کلدارو جنازه په اوږه په ښار کې روان دي او همدا راز له ځان سره د افغانيو د ترويج او د کلدارو د مخنيوي په اړه شعارونه هم لېږدوي.

لغمان

همدا راز په يو بل انځور کې بيا ښکاره کېږي، چې ځينې کسانو په کټ کې کلدارې اچولي او ويل کېږي چې د کلدارو جنازه کوه. دا انځور هم په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي.

ننګرهار

د يادولو ده چې د کلدارو د مخنيوي پر وړاندې په خوست ولايت کې پراخ کمپاين پيل شو او ولايتي ادارې سخت ګامونه پورته کړل او په دغه ولايت کې يې راکړه ورکړه په افغانيو دود کړه، چې د ولايتي ادارې تر څنګ ولس هم ورسره يو غږ شو او په بشپړ ډول له خوست څخه د کلدارو لمن راټوله کړاى شوه، چې اوس هم له ښار بهر په دې لړ کې ګامونه پورته کېږي او هر څوک چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي، هغوى نيول کېږي.

له هغه وروسته په ننګرهار، لغمان او کونړ کې هم د کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د ترويج لپاره ولايتي ادارو سخت ګامونه پورته کړل، چې ويل کېږي اوس خلک د سيالۍ په ډول هم کلدارې ليرې کوي او پر ځاى يې افغانۍ کاروي.

Loading...

دا هم ولولئ

سکاټلینډ لومړنی هیواد شو چې ښځو ته د حیض پر مهال د اړتیا وړ توکي وړیا ورکوي

د سکاټلیند پارلمان ویلي چې د ټول هیواد ښځو ته دې د حیض پر مهال …