کورپاڼه / ريکارډونه / بنګله دېش د افغانستان پر وړاندې غوره ریکارډ جوړ کړ

بنګله دېش د افغانستان پر وړاندې غوره ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې، چې تېره ورځ ترسره شوه، عفیف حسین او مهدي حسن غوره توپوهنه وکړه او دغه لوبه یې پخپله ګټه پای ته ورسوله.

د عفیف حسین او مهدي دغه په زړه پورې ملګرتیا، چې په اوومه ویکټه یې ترسره کړه، د کرکټ په تاریخ کې په دغه ویکټ دویمه تر ټولو غوره ملګرتیا شوه او دا ریکارډ یې پخپل نوم ثبت کړه.

په یاده لوبه کې افغان توپ اچونکو په ۴۵ منډو ۶ لوبغاړي وسوځول، خو مهدي حسن او عفیف حسین په ویکټ داسې ودرېدل، چې په ګډه یې ۱۷۴ منډې وکړې او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

عفیف حسین ۹۳ او مهدي حسن ۸۱ منډې وکړې، دواړو ۲۰ څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله. له دې وړاندې جوس بټلر او عادل رشید د ۲۰۱۵ کال د جون په ۹مه په اوومه ویکټ ۱۷۷ منډې ملګرتیا کړې وه.

د ویلو ده چې افغانستان او بنګله دېش لوبډلې درې یوه ورځنۍ لوبې لري، چې دویمه لوبه یې سبا ترسره کېږي او ترڅنګ یې دوه شل اوریزې لوبې هم لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …