کورپاڼه / تجارتي ليګونه / فخر زمان د بابر اعظم ریکارډ مات کړ

فخر زمان د بابر اعظم ریکارډ مات کړ

د پاکستان سوپر لیګ د لاهور قلندرز لوبډلې پیلیز توپ وهونکي فخر زمان د کراچي کینګز لوبډلمشر بابر اعظم ریکارډ مات او پخپل نوم کړ.

لاهور قلندرز د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو د پلی آف په لومړۍ لوبه کې د ملتان سلطانز لوبډلې لخوا ماتې وخوړه، خو دغه لوبډلې د زیاتو منډو او نیمه سلیزو ریکارډ پخپل نوم کړ.

د لاهور قلندرز اوپنر په روانو سیالیو کې اته ځله پنځوسیزې ووهلې یا تر دې زیاتې منډې یې جوړې کړي، چې دا د یاد لیګ په یوه پړاو کې د کوم لوبغاړي لخوا ریکارډ دی.

له دې وړاندې بابر اعظم تېر کال د کراچي کینګز لوبډلې په استازیتوب په ۱۱ پرلپسې لوبو کې اووه ځلې پنځوسیزې جوړې کړې وې، خو فخر زمان په روان پي ایس ایل کې تر اوسه ۷ نیمه سلیزې او یوه سلیزه وهلې ده.

فخر زمان په روانو سیالیو کې په ۱۱ لوبو کې ۵۸۴ منډې جوړې کړي، په داسې حال کې چې بابر اعظم تیر پړاو سیالیو کې په همدې شمیر سیالیو کې ۵۵۴ منډې جوړې کړې وې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …